ټولنه

له اداري فساد سره دمبارزې دهرات دوالي ټينګار .

کابل / دليندې ٣مه / باختر :
دهرات والي  عبدالقيوم رحيمي پرون په يوه خبري غونډه کې دچارودښه والي په لاره کې دسيمه ييزې ادارې داقداماتو  په بيانولو سره دپراختيا دبهير دګړندي کولو او دخدمتونو دښه والي په لاره کې دقوي ارادې ډاډ ورکړ .
دباختراژانس دخبرله مخې ، په دې خبري غونډه کې  چې دسيمه ييزو ملي او نړيوالو رسنيوخبريالانو ګډون کړي و ،  له اداري فساد سره دمبارزې ، داصلاحاتو رامنځته کول ، دبرېښنا دشبکو پياوړي کول ، دتاريخي څلو بيا رغاونې او څارنې ته پاملرنه ، دښاري نظم جوړول او دامنيتي اودفاعي ځواکونو پياوړتيا دهرات ولايت دمشرتابه  له کاري لومړيتوبونو څخه وبلل
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته