سیاست

جمهور رئیس غني د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د قربانیانو د ملاتړ وجهي صندوق پرانیست

کابل_باختر د سلواغې د مياشتې ١١ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د قربانیانو د ملاتړ د وجهي صندوق د پرانیستې په مراسمو کې وویل، د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی د اسلام په سپېڅلي دین کې ځای نه لري او د حضرت محمد (ص) سیرت هم ښځو ته د درناوي په اصل ټینګار کوي.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دغو مراسمو کې چې نن له غرمې مخکې د ښځو د چارو وزارت په نوښت په سلام خانه مانۍ کې ترسره شول، په پیل کې د هېواد لومړۍ مېرمن د اسلام له نظره د ښځو د حقونو او رول په هکله خبرې وکړې او وې ویل، د اسلام دین او افغاني فرهنګ ښځو ته ځانګړی ځای ورکړی دی.
د هېواد لومړۍ مېرمن د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د قربانیانو د ملاتړ وجهي صندوق پرانیسته مهم ګام وباله او د تاوتریخوالي پر ضد یې د جدي مبارزې ټینګار وکړ.
د ښځو د چارو وزیرې دلبر نظري او د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانو هم د ښځو حقونو ته د جمهور رئیس له پاملرنې څخه د قدرداني په ترڅ کې د تاوتریخوالي له قربانیانو سره د مرستې په موخه د دې صندوق پرانیسته ارزښتناکه وبلله.
جمهور رئیس غني د ګډونوالو له خبرو څخه وروسته وویل، د ښځو پر وړاندې هیڅ ډول تاوتریخوالی زموږ لپاره د منلو وړ نه دی او څوک چې تاوتریخوالی د عنعنې په توګه مني، نو تېروتلی دی.
د هېواد جمهور رئیس څرګنده کړه، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ادامه ګډوډي رامنځته کوي. هغه ټینګار وکړ، جنګ ځپلې ټولنه باید خپل پخواني ارزښتونه درک کړي او ناسم دودونه ونه هڅوي.
جمهور رئیس څرګنده کړه، حکومت ژمن دی چې له ښځو سره د خپلو حقونو په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي او د ښځو پر وړاندې د هر ډول تاوتریخوالي مخه باید ونیول شي.
جمهور رئیس غني وویل، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د قربانیانو د وجهي صندوق د پرانیستې هرکلی کوم  او ښځو ته باید د دوی شرعي او قانوني حقونه ورکړل شي.
محمد اشرف غني څرګنده کړه، د نړۍ د مشهورو پوهانو او څېړونکوپه لیکنو او څېړنو کې د ښځو موقف څرګندلیدل کېږي.
د هېواد جمهور رئیس د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د قربانیانو د ملاتړ له وجهي صندوق سره په نغدي مرسته دا صندوق رسماً پرانیست او وې ویل، د کابینې غړیو هم ژمنه کړې ده، چې د سلواغې  میاشتې دتنخوا ۱۵ سلنه به دې صندوق ته ورکړي.
په دې مراسمو کې د جمهور رئیس دویم مرستیال محمد سرور دانش، د اجرائیه ریاست مرستیالانو، د جمهور رئیس فوق العاده استازي احمدضیا مسعود، په سیاسي چارو کې د جمهور رئیس ځانګړي استازي ډاکټر محمد اکرم خپلواک، د کابینې غړیو او د ملي شورا یو شمېر استازو هم حضور درلود.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته