امنیت

دخشم سيلاب تر عنوان لاندې ګډ محاربوي عمليات دوام لري .

کابل باختر د غبرګولي اوومه :
دکونړ ولايت دغازي آباد ولسوالۍ په مربوطاتو کې دهېواد دامنيتي  او دفاعي ځواکونو په ګډو هلوځلو سره دخشم سيلاب تر عنوان لاندې محاربوي او چاڼيز عمليات پيل شوي دي 
د٢٠١ سيلاب قول اردو مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ. دغه عمليات دامنيت دلازيات ټينګښت او ښې حکومتوالۍ  او ددولت دوسله والو مخالفينو دپټنځيو ددړې وړې کولو په موخه دروان کال دثور دمياشتې له ديارلسمې نيټې راپديخوا د ٢٠١ سيلاب قول اردو دقوماندانۍ په مشرۍ دوام لري .
دغه راز داورښتونو او دسيلاونو دراوتلو له امله دکونړ ولايت  دغازي آباد او ناړۍ دولسواليو ترمنځ سړک په قسمي ډول ويجاړ شوى و چې د ٢٠١ سيلاب قول اردو دقوماندانۍ دانجنيرۍ کنډک دمنسوبينو له خوا له خاورو او ډبرو څخه پاک شوى او دبيا جوړولو کار يې دوام لري .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته