خبرونهاقتصادTOPټولنه

د آمو دریا نفتي حوزې ورځنی استخراج ۱۳۵۰ ټنو ته لوړ شو 

کابل، د کب ۹مه، باختر

د کانونو او پټرولیم وزارت مسئولین وايي چې په آمو دریا نفتي حوزه کې د شپږو نویو څاه ګانو په کیندلو او فعالېدو سره، د استخراج ورځنۍ کچه۱۳۵۰ ټنو ته لوړه شوې ده.

د یاد وزارت ویاند همایون افغان په خپله «اکس» ټولنیزه شبکه کې لیکلي دي: په آمو دریا نفتي حوزه کې د شپږو نویو څاه ګانو په کیندلو او فعالولو سره، د څاه ګانو شمېر ۲۴ ته ورسېد چې په دې سره د استخراج ورځنۍ کچه ۱۳۵۰ ټنو ته لوړه شوه.

د آمو دریا نفتي حوزه د هېواد په شمال سرپُل، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې موقعیت لري چې اوسمهال په قشقري بلاک کې ۱۵، په انګوت بلاک کې شپږ او په آق دریا کې درې څاه ګانې فعالې دي او د استخراج شویو نفتو تصفیه هم د هېواد په دننه د خصوصي سکټور له لوري ترسره کېږي.

ویل شوي چې په آمو دریا نفتي حوزه کې د سړکونو، ودانیو او نفتي زېرمو د جوړولو ترڅنګ، په بېلابېلو سیمو کې دوه بُعدي او درې بُعدي سروې هم روانه ده او ټاکل شوې ده د روان میلادي کال تر پایه پورې، په قشقري کې ۱۲ څاه ګانې، په زمرد سای کې ۸ څاه ګانې، په بازار کمي کې یو څاه او په آق دریا کې دوه څاه ګانې وکیندل شي چې په دې سره به د فعالو څاه ګانو شمېر ۴۷ ته لوړ شي او ورځنی استخراج به ۳۰۰۰ ټنو ته ورسېږي.

هېره دې نه وي چې په آمو دریا نفتي حوزه کې۱۵۰۰ تنه په مستقیم او غیر مستقیم ډول په کار بوخت دي او په راتلونکي کې به د کاري ساحې په پراختیا سره ډېر کاري فرصتونه برابر شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته