امنیت

په لوګر کې له څه دپاسه سلو بې وزلو کورنيوسره مرسته وشوه .

-کابل باختر د وږي ديرشمه :
په لوګر ولايت کې په دې وروستيو وختو کې په څه دپاسه سلو بې وزلو کورنيو خوراکي توکي وويشل شول .
دلوګر دوالي وياند سليم صالح باختراژانس ته وويل چې دنړۍ دخوړو سازمان دلوګر ولايت دقومونو اوقبايلو رياست په همکارى  په پل علم کې له يوسلو دولسو بې وزلو کورنيو سره  دخوراکي توکو مرسته وکړه .
ده زياته کړه چې په هرې کورنۍ څلور بورى اوړه ، څوارلس  ليتره غوړي ، يو پاکت مالګه او ١٣ کيلو دال نخود وويشل شول .
دلوګر ولايت دقومونو اوقبايلو  رييس عبدالرحمن تسل  ددغو مرستو دويش په بهير کې  دنړۍ دخوړو دسازمان له چارواکو څخه وغوښتل چې په دغه ولايت کې له اړو کسانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته