امنیت

دبدخشان ولايت په خاش ولسوالۍ دطالبانو بريد په شاوتمبول شو .

کابل باختر د چنګاښ  اته ويشتمه :
وسله والو طالبانو له څو استقامتونو څخه دبدخشان ولايت په خاش ولسوالۍ  کې په امنيتي  ځواکونو بريدونه وکړل .خو ددغو ځواکونو له سخت غبرګون سره مخامخ شول .
دبدخشان  دوالي وياند احمد نويد فروتن دباختراژنس خبريال ته وويل چې وسله والو طالبانو تيره شپه له څو استقامتونو څخه دخاش ولسوالۍ په امنيتي پوستوبريدونه وکړ چې ددغو ځواکونو او دکومانو دځواکونو له سخت مقاومت سره مخامخ شول او له امله يې لسو تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته
يوه اړونده خبرځاى  وويل چې ددغو عملياتو په بهير کې  امنيتي  ځواکونو هغه ټولې سيمې بيرته ترلاسه کړې چې  طالبانو نيولې وې .
خبرځاى زياته کړه چې په دغو نښتو کې طالبانو دمقاومت  قدرت له لاسه ورکړ او لوړو غرونو ته وتښتيدل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته