فرهنګ

د ښکلو هنرونو له پوهنځي سره د يوې اندازې تخنيکي وسايلو او تجهيزاتو مرسته وشوه.

کابل – باختر دسلواغې پنځلسمه :
د ناروې دولت نن دکابل پوهنتون د ښکلو هنرونو دپوهنځي دتياتر له تالار سره د ٦٣ قلمو تخنيکي وسايلو او تجهيزاتو مرسته وشوه.
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې: په دغو وسايلوکې لوډسپيکرونه، لايټ، امپليفاير ،د غږ سيسټمونه او نورو وسايل او تجهيزات شته.
دکابل پوهنتون دښکلو هنرونو دپوهنځي دتياتر د د يپارتمنټ آمر حسين زاده وويل : د دغې مرستې ارزښت څه دپاسه ٣٨ زره امريکايي ډالره اتکل شوې دي چې د ناروې هيواد د برګين پوهنتون له خوا د ښکلو هنرونو له پوهنځي سره شوې ده او د برګين پوهنتون د يو تن انجينيرله خوا د ښکلو هنرونو دپوهنځي د تياتر په تالار کې درول کيږي او دغه راز ددغو وسايلو دکارول او استفادې لارې چارې هم د تالار اړوندو مسولينو ته ښودل کيږي.
د ښکلو هنرونو دپوهنځي دتياتر د ديپارتمنټ آمر د ناروې د دولت د دغې مرستې له امله د قدر دانۍ په ترڅ کې وويل چې ددغې مرستې په ترلاسه کولو سره ددغه ديپارتمنټ زياته برخه اړتيا لرې شوې ده .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سلاکار جلال نوراني هم د ناروې د دولت د دغې مرستې له امله مننه وکړه او وې ويل چې دغه هيواد پخوا هم له ملي تياتر سره د تالار د اړتيا وړ وسايلو او تجهيزاتو او دتخنيکي سامان آلاتو مرسته کړې ده .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته