کابل / دکب ٢١مه / باختر :
د فرهنګي ميراثونو د ساتنې ملي ورځ دکب شلمه پرون په پروان کې ونمانځل شوه.
د باختراژانس د خبرله مخې، په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د پروان په مرکزچاريکارو ښار کې جوړه شوه د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس عبدالواحد هاشمي د فرهنګي ميراثونو او د تاريخي آبدو د ساتنې او ارزښت په باب خبرې وکړې.
هغه زياته کړه چې دغې ادارې د پروان د فرهنګي ميراثونو د ساتنې په خاطر د فرهنګي ميراثونو ساتنې او بيا رغاونې ته د سيمه ييز اومرکزي حکومت پاملرنه اړولې ده، چې په نتيجه کې يې د جبل السراج تاريخي ماڼۍ، د توپ درې استوپه او د سرورخان پرواني برج بيا رغول شوي دي.
په غونډه کې د مدني ټولنې بنسټونو د بورد مسوول ډاکټر محمد شفيع مشرق او يوشمېر نورو ويناوالو د فرهنګي ميراثونو ساتنه د ټولو خلکو مسووليت وباله او د فرهنګي ميراثونو د ساتنې په اړوند يې د خپل ملاتړ ډاډ ورکړ.
ختم _ ج _ اکرم