امنیت

په فراه کې د طالبانو او د امنيتي ځواکونو ترمنځ د جګړو پيل

کابل – باختر د تلې دمياشتې ١٤
په فراه ولايت کې د يرغلګرو طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ جګړې پيل شوې دي.
دغه جګړې په يوه وخت کې د فراه ښار په مربوطاتو او د دغه ولايت په دوو ولسواليوکې پيل شوې دي.
جګړې په امنيتي پوستو د طالبانو له بريد وروسته ونښتې.
د فراه ولايت يوه امنيتي مقام دباختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه جګړې په امنيتي پوستو د طالبانو له ډله ييزو بريدونو وروسته ونښتې.
په همدې حال کې د جګړو پيل ملکي وګړي انديښمن کړي او په سلګونو کورنۍ په لاروکې بند پاتې دي .
تر اوسه پورې د دغو نښتو له امله د سر د اوښتو زيانونو د شمېر او څرنګوالي په باب معلومات نه دي ترلاسه شوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته