ټولنه

بازارک ښاروالۍ ته مشورتي بورد جوړ شو

کابل/باختر/ د غويي د مياشتې ۱۵ مه
د پنجشير ولايت بازارک ښاروالۍ لپاره پرون يو مشورتي بورد جوړ شو .
دغه بورد د درېيم ځل لپاره د ملګرو ملتو د پرمختيايي ادارې په مالي ملاتړ د سيمه ييزو ارګانونو د ادارې له خوا د بازارک ښاروالۍ په چوکاټ کې جوړ او پرانيستل شو .
د دغه بورد د پرانيستلو په مراسمو کې د پنجشير ولايت مرستيال محمد امين صديقي په داسې حال کې چې د دولتي ادارو رييسانو، عالمانو، مخورو، ښځو او ځوانانو ګډون کړی و، وويل چې د دغه بورد په جوړولو سره د بازارک ښاروالۍ په کاري برخو کې مثبت بدلونونه رامنځته کېږي .
په مرکزکې د ښارواليو معينيت د پروګرامونو د همغږۍ او شوراګانو آمر پښتونيار دراني وويل چې دغه بورد يو رييس، يو مرستيال، يو منشي او ۲۲ تنه غړي لري .
ده زياته کړه چې محمد ثنا پناه د دغه بورد د رييس، امير شاه نظري د مرستيال او خاطره افق به د منشي په توګه په دغه بورد کې کار وکړي .
دراني وويل چې دغه بورد په ښاري حکومتوالي کې د خلکو د ګډون د تامينولو او د ښاروالۍ د کارونو د څارنې او سلا ورکولو په مقصد جوړ شوى دى .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته