سیاست

دحج او اوقافو وزيرله افغانستان سره دکاناډا دهمکارۍ په دوام باندې تينګار وکړ

کابل باختر د ثور پنځلسمه
د حج او اوقافو وزير فيض محمدعثماني نن د کاناډا له سفيرې سره په کتنه کې له افغانستان سره د دغه هيواد د همکاريو په دوام باندې ټينګار وکړ .
  د حج او اوقافو وزارت د خپرونو رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ: په دې کتنه کې دواړو لورو د علاقې وړ موضوعګانوپه باب خبرې وکړې .
په دې کتنه کې دغه راز د سولې په تامينولوکې د عالمانو د رول او په ټولنه کې  د ښځو د فعاليت  او د تاوتريخوالي پرخلاف د مبارزې په باب خبرې وشوې .
  دغه راز د کانادا سفيرې له افغانستان سره د خپل هيواد د همکاريو د دوام ډاډ ورکړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته