امنیت

پنځه ميله سپکې وسلې ترلاسه شوې.

-کابل – باختر د کب دمياشتې ٢٦
د ٢٠١ سيلاب قول اردو دمنسوبينو دګډو چاڼيزو عملياتو په نتيجه کې پنځه ميله سپکې وسلې ترلاسه شوې.
د ٢٠١ سيلاب قول اردو مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: دالماس -١٤ په نامه ګډ چاڼيز او محاربوي عمليات د نورو امنيتي ځواکونو په همکارۍ دوه ورځې مخکې پيل شوى و چې په برياليتوب سره پاى ته ورسيده.
دغه راز د شاهين ٢٨ په نامه ګډ چاڼيز او محاربوي عمليات چې دنورو دفاعى او امنيتي ځواکونو په مرسته پرون دمولوى خالص په فامليو کې پيل شوى، په نتيجه کې دوه کلاشينکوفونه له دوو شارژورونو سره يې درې تومانچې ترلاسه شوي او عمليات په برياليتوب سره پاى ته ورسيده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته