کابل باختر د زمري ٣١مه
پنځه وسله وال طالبان پرون په فراه کې د پوځيانو په ګډو عملياتو کې ووژل شول.
د فراه د امنيې قوماندانۍ وياند محب الله محب د باختراژانس خبريال ته وويل، چې دغه عمليات د پشت رود ولسوالۍ د شېرانو، زيارت، ګجلين افغاني او د چين فارسي په سيمو کې د وسله والو طالبانو د ځپلو په موخه ترسره شوي دي.
سرچينه زياتوي، چې په عملياتو کې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ ماينونه هم کشف اوشنډ شوي دي.
د يو بل خبرله مخې، د ملي پوليسو درې سرتېري پرون د فراه په پشت رود ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په غلچکي بريد کې شهيدان شول.
ختم_ عطاالله _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ