امنیت

څلور تنه تروريستان ونيول شول .

کابل باختر دتلي دولسمه:
دبغلان ولايت پوليسو نن څلور تنه تروريستان په دغه ولايت کې ونيول څلور تنه تروريستان چې ترافيکي وسايطو ته يې مزاحمت پيداکاوه  دپوليسو له خوا ونيول شول .
  دخنجانو  ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونيار قدرت الله اخلاق  دباختراژانس خبريال ته وويل دملا محمدجان په مشرۍ څلور تنه  تروريستان چې تل يې دخنجانو ولسوالۍ دګزه ګيرو دکلي په مربوطاتو کې په سړک کې په ليږدونکو وسايطو ډزې کولې په پاى کې له دووکلاشينکوفونو سره په داسې حال کې ونيول شول چې په وسايطو د ډزو په حال کې و .
دخنجانو ولسوال عبدالحليم  حيدري ددغو کسانو دنيول کيدو له امله له امنيتي ځواکونو څخه په قدرداني  سره دخنجانو ، دوشي ،  دلويې لارې په اوږدو کې دامنيت د تامينولو په کار کې  مهم وبلل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته