روغتیا

په بادغیس کې لسګونه زره ماشومان د پولیو واکسین ترلاسه کوي

کابل / د وري ۹ مه / باختر
د پولیو واکسین پسرلنی کمپاین نن د بادغیس په مرکز او ولسوالیو کې پیل شو.
د بادغیس د عامې روغتیا رییس عبداللطیف روستايي باختر آژانس ته وویل: دغه کمپاین چې پنځه ورځې دوام کوي، له پنځه کلنی څخه کښته څه ناڅه ۱۷۰ زرو ۶۰۰ ماشومان د پولیو ناروغۍ پر وړاندې واکسین کېږي.
د بادغیس د عامې روغتیا رییس د څرګندونو له مخې؛ د بادغیس د لرو پرتو سیمو یوشمېر ماشومان د وسله والو طالبانو د مخالفت له امله تېرکال د پولیو له واکسین څخه محروم شول.
هغه له دوی څخه وغوښتل چې په دغه ولایت کې د پولیو واکسین په تطبیق کې همکاري وکړي.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته