سیاست

محمد عمر داوودزي په افغانستان کې د فرانسې له سفیر سره وکتل

کابل/ باختر/ د کب د میاشتې ۱نېټه
د سولې په اړه د سیمه ییزې اجماع په چارو کې د جمهور رییس ځانګړي استازي او د سولې د عالي شورا د دارالانشا‌ء رئيس محمد عمر داوودزي پرون په افغانستان کې د فرانسې هېواد له سفیر ښاغلي داويد مارتينون سره وکتل.
په دې کتنې دواړو لورو د سولې پروسې د وروستیو پرمختګونو او په سوله کې د ګاونډیو هېوادونو د ونډې په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.
محمد عمر داوودزي د سولې په اړه د ورستیو پرمختګونو او پلانونو باب د بحث ترڅنګ وویل: په افغانستان کې د تلپاتې او باعزته سولې لپاره د سیمې او نړۍ پریکنده اوږدمهاله مرستې ګټور او اغیزمن تمامیدای شي.
په دې کتنه کې داوودزي د سولې د مشورتي لویې جرګې د جوړولو په اړه معلومات شریک کړل.
په دې کتنه کې د افغانستان  لپاره د فرانسې سفیر ښاغلي داويد مارتينون له افغانستان سره د همکاریو د ژمنې د تازه کولو ترڅنګ د افغانستان جمهوري دولت په رهبرۍ او مالکیت یې د سولې پروسې او بین الافغاني مذاکراتو د ملاتړ ډاډ ورکړ.
پای – ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته