سیاست

دبهرنيو چارو وزارت معينې د چين مقاماتو ته د بروکسل په کنفرانس کې دګډون بلنه ورکړه

کابل باختر دزمري د مياشتې ٢٧ :
دبهرنيو چارو وزارت داقتصادي همکاريو معينې پرون په کابل کې د چين دولسي جمهوريت له سفير ياو جينګ سره وکتل.                                              دبهرنيو چارو وزارت  دوياند دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ:  دکتنې په پيل کې   دچين سفير دافغانستان دسولې له بهير سره دملاتړ داعلامولو په ترڅ کې  دچين او افغانستان ترمنځ داقتصادي همکاريو په باب خبرې وکړې او افغانستان يې په بيلابيلو برخو په تيره بيا  په تجارتي اړيکو او دسيمه ييز پيوستون  دمرکز په برخه کې  چين ته  يو مهم هېواد وباله.                                                                     دچين سفيردغه رازد هغو سترو آسيايي پروژو  په  باب چې چين   پکې   ښکيل  دى، دافغانستان ددولت دکارکوونکو دظرفيت لوړول ، دګمرکاتو په برخه کې همکاري  ، دمس عينک په ګډون  دسترو پروژو په باب کار اوپه افغانستان کې دپانګونې لپاره د چين دسو داګرو  دهڅونې  په باب خبرې  وکړې او د همکارۍ  ژمنه يې وکړه.
وروسته دبهرنيو چارو وزارت  داقتصادي همکاريو معينې  عادلې   راز له افغانستان سره دچين دولسي جمهوريت دهر اړخيزو همکاريو له امله دمننې   په ترڅ کې چين يې  دافغانستان  له په پښو دريدلي اقتصاد لپاره  او دسترو   سيمه ييزو اقتصادي پروژو په لاره کې يو مهم ملاتړى وباله .                          
ميرمن راز زياته کړه ؛  نن آسيا سره له دې چې دنړۍ  له سترو اقتصادونو څخه بلل  کيږي  او ډير  ځوان  وګړي لري  بيا هم  په لوړې بيسوادۍ او وزګارتيا سره دسيمې ډير بيوزلى دى .                                                                                         
   نن ددې وخت رارسيدلى دى چې سيمه  په ګډه زيات پرمختګ او پراختيا ته درسيدو لپاره همکار و اوسي .
عادلې راز  په اقتصادي مسئلو په تيره بيا  داقتصادي  حوزو په جوړولو کې دچين  له تجربو څخه دګټورې استفادې په لاره کې  دافغانستان دعلاقمندۍ دڅرګندولو ترڅنګ  په  بروکسل کنفرانس کې د  لوړ پوړو چينايي    مقاماتو دګډون غوښتنه وکړه.   وروسته دچين سفير په بروکسل کنفرانس کې د ګډون  په لاره کې دجګپوړو چينايي مقاماتو دهڅونې په لاره کې دهمکارۍ ژمنه وکړه. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته