کابل باختر د وري نهمه :
دهغې ځوانې ميرمنې مړى چې سريې له بدن څخه جلا کړى شوى دى دهرات ولايت په انجيل ولسوالۍ کې ترلاسه شو .
دهرات دحوزوي روغتون اداري مدير محمد رفيق شيرزى وايي چې دغه ميرمن څه ناڅه پنځه ويشت کلنه ده او دپيژندلو وړ نه ده .
طبي څيړنو ښودلې ده چې دغه ميرمن لومړى زندى کړى شوې ده او وروسته سر يې له بدن څخه جلا کړى شوى دى .
دهرات دوالي وياند جيلاني فرهاد دباختراژانس خبريال ته وويل چې دپيښې په اړوند دپوليسو څيړنې پيل شوې دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ