نړۍ

دپاکستان دتروريزم ضد محکمې ددغه هېواددپخواني جمهور رييس دنيونې حکم صادر کړ .

اسلام اباد باختر د وري يوويشتمه :
  دپاکستان دتروريزم ضد محکمې له دغه هېواد څخه دپخواني جمهور رييس پرويز مشرف  په وتلو دنيوکې په ترڅ کې په ٢٠٠٧ ميلادي کال کې په غير قانوني ډول د پاکستاني قضايانو دنيونې او دهغوى دفعاليت دځنډولو ددوسيې  په اړوند له ضمانت  پرته دده دنيولو حکم صادر کړ .
دپاکستاني قاضيانو دفعاليت دځنډولو دوسيه ددغه هېواد په محکمو کې دپرويز مشرف  پرخلاف يوه دوسيه ده .
دپاکستان پخواني پوځي واکمن د ١٣٨٦ کال دلړم دمياشتې  په دولسمه نيټه په دغه هېواد کې دبيړني  حالت په اعلامولو سره دپاکستان دسترې محکمې دوخت درييس افتخار محمد چودري په ګډون ددغه هېواد دشپيتو  تنو جګپوړو قاضيانو په نيونې لاس پورې کړ .
ددغه خبر له مخې، په اسلام اباد کې دتروريزم ضد محکمې رييس قاضي سهيل اکرام په پرونۍ غونډه کې دپرويز مشرف مدافع وکيل  ته په خطاب کې له پاکستان څخه  دوتلو لپاره ددغه هېواد دپخواني  جمهور رييس اقدام وغانده .
دمحکمې قاضي  پرويز مشرف  ته له ضمانت  پرته دنيولو دحکم دصادرولو په ترڅ کې  لارښوونه وکړه چې دپاکستان پخواني پوځي حکم دې دروان کال د ثور دمياشتې په دريمه نيټه ددغه محکمې په غونډه کې حاضر شي .
پروزي مشرف   چې مخکې له دې دډول ډول قضايي دوسيو دلرلو  په دليل ممنوع الخروج و دتيرکال دکب دمياشتې په اته ويشتمه نيټه ددولت دمجوز په ترلاسه کولو او دطبي کتنو دترسره کولو په موخه له خپل هېواد څخه ددبي  په نيت روان شو له هغه وروسته چې دپاکستان پخواني پوځي  حاکم پرويز مشرف  وکولاى شول دطبي کارونو دترسره کولو  په موخه له دغه هېواد څخه دوتلو داړتيا په باب دپاکستان دمتخصصو ډاکترانو نظر جلب کړي، ددغه هېواد سترې محکمې هم دطبي منابعو نظر تاييد کړ او پرون يې له پاکستان څخه دده دوتلو ممنوعيت لغو کړ .
پرويز مشرف هېواد ته دخيانت دتور په ګډون دبيلابيلو قضايي دوسيو  دلرلو په دليل ددغه هېواد دفدرال  دولت دغوښتنې او شکايت له مخې  دممنوع الخروجو کسانو په فهرست کې نيول شوى و .
دمتخصصو  ډاکترانو دتشخيص له مخې مشرف  دې ته اړتيا لري چې دزړه او دملا دتير دناروغيو ددرملنې لپاره له دغه هېواد څخه بهر ته وليږدول شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته