سیاست

جمهوررئیس غني: د افغانستان دښمنانو ته زموږ پیغام دا دی چې یا تسلیم شئ، یا به مو د کومانډو قطعات تسلیمۍ ته اړ کړي

کابل باختر دزمري  نهه ويشتمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې په هغو مراسمو کې چې د خاصو عملیاتو فرقه په کې قول اردو ته لوړه او تورنجنرال بسم الله وزیري یې د قوماندان په توګه معرفي شو ګډون او وینا وکړه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
دغه مراسم چې د خاصو عملیاتو قول اردو په مرکز کې پرځاى شوي وو، په پیل کې د ملي دفاع وزارت پیژندوال غلام فاروق نعیمي، قول اردو ته د خاصو عملیاتو د فرقې د لوړولو او د یاد قول اردو د قوماندان په توګه د تورنجنرال بسم الله وزیري د ټاکنې په اړه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس حکم ولوست.
وروسته د ملي دفاع وزارت سرپرست جنرال طارق شاه بهرامي، د قول اردو مبارک علم  د وسله‌والو ځواکونو اعلی سرقوماندان محمد اشرف غني ته ورکړ او جمهوررئیس دغه مبارک علم د خاصوعملیاتو د نوي جوړ شوي قول اردو قوماندان ته وسپاره.
ورپسې د ملي دفاع وزارت سرپرست خبرې وکړې او د دغه  قول اردو منسوبینو ته یې د هېواد د خپلواکۍ د بيرته ترلاسه کولو د ۹۸ یمې کالیزې مبارکي ورکړه او د جګړې په ډګرونو کې د محاربوي حالت د بیانولو ترڅنګ یې وویل، ستاسو عملیاتو په جنګونو کې د جګړې حالت بدل کړی او دښمنان مو خپلو سترو او سټراتیژیکو موخو ته چې پلان یې درلود ونه رسېدل.
هغه خاص عملیات تر ټولو مهم او خورا اغیزناک ‎وبلل، وې ویل: د خاصو عملیاتو فرقه له څلور کلن امنیتي پلان سره سم قول اردو ته لوړه شوه.
بهرامي ټینګار وکړ چې دملي دفاع وزارت به د دغه قول اردو له منسوبینو څخه په جدیت ملاتړ وکړي، وې ویل، له دغه لوړوالې سره به ستاسو مسوولیت څو برابره شي، زه له تاسې غواړم چې په هماغه شهامت او میړانې د خپل هېواد او د خلکو د دفاع لپاره چمتو واوسئ او زیاتې لاسته راوړنې ولرئ.
ورپسې د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان جنرال جان نیکولسن د دغه قول اردو منسوبینو ته د مبارکۍ د ورکولو تر څنګ وویل، تاسې د دې خاورې ریښتني بچیان یاست چې د خپلې خاورې له لوېشت لوېشت څخه د دفاع وړتیا لری.
د غوڅ ملاتړ ماموریت قوماندان زیاته کړه: ستاسو پر وړاندې دښمنان بل انتخاب نه لري، یا باید تسلیم شي او یا دې ستاسو کومانډویانو له‌خوا نابود شي. هغه د جنګ په جبهو کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو اتلولۍ وستایلې.
ورپسې جمهوررئیس غني په خپله وینا کې لومړی د دغه قول‌اردو منسوبینو او د هېواد ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته سلامونه او نیکې هیلې وړاندې کړې، وې ویل: نن یوه ځانګړې ورځ ده، ځکه د خاصو عملیاتو فرقه ستاسې له غوښتنې سره سم قول اردو ته لوړيږي.
هغه زیاته کړه: تاسې د افغانستان کومانډویان، د اساسي قانون او د هېواد د ملي نوامیسو ساتوونکي یاست. تاسې شاته تګ نه دی کړی، بلکې دښمن مو شاته تګ ته مجبور کړی دی.
جمهوررئیس د ملي دفاع وزارت د مشرتابه پلاوي څخه په مننې وویل، تاسې سږکال د دښمن د بریدونو لومړی مرحله په خپلې زړ ورتیا سره ماتې سره مخامخ کړه. هغه زیاته کړه: په څو تېرو اوونیو کې تاسې په خپل مثبت مدیریت د هېواد د جګړې په حالت کې اساسي بدلون راوستی دی چې د دغو هڅو له امله دا مهال په امنیتي مسائلو زموږ تمرکز له شپږو ساعتونو څخه دوو ساعتونو ته راټیټ شوی دی.
د هېواد جمهوررئیس هغوی ته په خطاب کې وویل، د لوړوالې معنا داده چې ځواکونه به مو دوه برابره کېږي او تر دې څو ځلي بریالیتوبونه ترلاسه کوی او د دښمن په زړه کې ویره او ډار اچوی.
محمداشرف غني وویل: د افغانستان دښمنانو ته مو پيغام دا دی چې یا تسلیم شي یا به مو د کومانډو خاص قطعات تسلیمۍ ته مجبوروي.
جمهوررئیس وویل، د قول‌اردو مبارک علم د دې ښودنه کوي چې موږ د اسلام ريښتني ساتوونکي یوو او دښمنان مو د پردیو مزدوران دي.
هغه زیاته کړه، زموږ هدف دا دی چې په څلورو کلونو کې په ټول افغانستان کې د ظرفیت لوړتیا رامنځته شي او زموږ ځواکونه به یوازینی ځواک وي چې د قوې مشروع انحصار به ورسره وي.
جمهوررئیس ټینګار وکړ چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په همکارۍ او ګډو هڅو ملي حاکمیت ساتل او اساسي قانون پلی کېږي.
جمهوررئیس غني هغوی ته ډاډ ورکړ چې وروستۍ لاسته راوړنه داده چې د کومانډو اووم کنډک په کندهار او روزګان کې د طالبانو عمومي قوماندان ونیوه او نور به یې هم په دغه برخلیک اخته شي.
محمداشرف غني وویل، افغان ملت نن په بشپړې اجماع د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ترشا ولاړ دی او له هغوی ملاتړ کوي او بل تاسې د وسله‌والو ځواکونو د اعلی سرقوماندان بشپړ ملاتړ هم له ځان سره لری.
جمهوررئیس غني ټینګار وکړ چې له دغه قول اردو څخه به هیڅوک تاکتیکي استفاده ونه کړي، وې ویل: کومانډو ځواک یو خاص ځوک دی چې له جنګ او دښمن ته له ماتې ورکولو وروسته بېرته باید خپل تعلیمي پړاوو پيل کړي.
جمهوررئیس غني د غوڅ ملاتړ ماموریت له ملاتړ او تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د جنرال نکولسن له ژمنې څخه مننه وکړه، وې ویل: زموږ برخلیک له نړۍ سره غوټه شوی دی، موږ د بین‌المللي ارزښتونو څخه د ساتلو په لومړۍ کرښه کې یوو له همدې امله د نړيوالې ټولنې ملاتړ هم له ځان سره لرو.
د خاصو عملیاتو د قطعو د قول اردو قوماندان تورنجنرال بسم الله وزیري د جمهوررئیس له باور څخه مننه وکړه او تروریزم سره په مبارزه او د دښمن دعملیاتو په دفع کولو کې یې د دغه قول اردو د منسوبینو د بشپړې تياري ډاډ ورکړ.
د دغو مراسمو په پای کې جمهوررئیس غني د خاصو عملیاتو د قول اردو د سوق او ادارې ځاى هم وکوت او د دغه قول اردو قوماندان ورته د پلان جوړونې او د عملیاتو د ترسره کولو د څرنګوالي په اړه مفصل معلومات ورکړل.
جمهوررئیس د سوق او ادارې ځای له کتنې وروسته د پټۍ په پرې کولوسره د خاصو عملیاتو فرقه  قول اردو ته لوړه او افتتاح کړه. #ختم- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته