سیاست

جاپان دکابل د نړيوال هوايي ډګر د پراختيا او سمبالولوپه مقصد ٤٣ مليونه ډالره مرسته کوي

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ١٥
دبهرنيو چارو په وزارت کې نن يو موافقه ليک لاس ليک شو چې د هغه له مخې جاپان د کابل د نړيوالې هوايي ډګر د ودې او بيارغاونې په خاطر درې څلويښت مليونه ډالره لګوي.
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې: د بهرنيو چارو وزير ضرار احمد عثماني نن دکابل د نړيوالې هوايي ډګر د پرمختيا او بيارغاونې په مقصد د جاپان د وړيا مرستو موافقه ليک په کابل کې د دغه هيواد له سفير سره لاس ليک کړ.
دبهرنيو چارو وزير ضرار احمد عثماني ددغه موافقه ليک له لاس ليک کولو مخکې وويل: جاپان درې څلويښت مليونه ډالره د ترمينل د ودانۍ، د اکسرې ماشين، د څيړنې امنيتي دروازې او د بس موټرونو په ګډون د ځينو تجهيزاتو د پيرودنو په برخه کې لګوې ده؛ وويل: جاپان په افغانستان کې دويم مرستندوى دى چې تراوسه يې په بېلابېلو برخوکې پنځه مليارده ډالره مرسته کړې ده چې سل مليونه ډالره يې دکابل په نړيوالې هوايي ډګرکې لګولې ده.
دافغانستان دبهرنيو چارو د وزير دڅرګندونو له مخې: جاپان د توکيو په کنفرانس کې ژمنه وکړه چې له افغانستان سره تر ٢٠١٧ کال پورې نهه مليارده ډالره مرسته کوي .
وروسته دجاپان سفير هيروتا کاهاشي وويل: دکابل نړيوالې هوايي ډګر له نړۍ سره د افغانستان دروازه ده او له دغه ډګر سره زموږ مرستې د افغانستان او دجاپان دخلکو ترمنځ د دوستي ښکارندوى دي.
ده وويل: دکابل له نړيوال هوايي ډګر سره د جاپان مرستې د مسافرو د راستيندو په خاطر د دويم پوړ د احيا کولو، امنيتي دروازې، د ميدان پراختيا او د مسافر د کنترول د ماشينونو په خاطر دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته