امنیت

يوولس طالبان په غزني کې ووژل شول

کابل / دلړم ٥مه / باختر :
يوولس وسله وال طالبان پرون او تېره شپه په غزني کې ووژل شول.
د ٢٠٣ تندر قول اردو د مطبوعاتي دفتر سرپرست ايمل مومند باختراژانس ته وويل  چې دغه وسله وال طالبان د اندړو او آب بند ولسواليو په مربوطاتو کې د ځانګړو قطعاتو په عملياتو او هوايي بريدونوکې وژل شوي دي.
مومند زياته کړه، چې په عملياتو کې درې نور وسله وال طالبان ونيول شول او دهغوى اته موټرسايکلونه له منځه يوړل شول.
د يوبل خبرله مخې، اته وسله وال طالبان د پکتيکا د مرکز ښرنې ښار د ګارو او د ميدان وردګو  د نرخ ولسوالۍ په مربوطاتو کې دهوايي ځواکونو په بريدونوکې ووژل شول .
  ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته