ښوونه او روزنه

د لوګر اوسېدونکو له پوهنې څخه خپل ملاتړ اعلان کړ

کابل / د وري ۲۳ مه / باختر
لسګونو ديني عالمانو، قومي مشرانو او ځوانانو په لوګر کې د پوهنې او د زده کوونکو نجونو او هلکانو له روزنې څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
دوی په دغه ولايت کې د ستونزو د حل، د مسلکي ښوونکو د کمښت، د درسي موادو او کتابونو، ښوونځيو ته د ودانيو د جوړولو، زده کړې ده ته د ښو فرصتونو د برابرولو او د امنيتي ګواښونو د له منځه وړلو غوښتنه وکړه.
د لوګر د پوهنې رييس سيد عزيزاحمد هاشمي د باختر آژانس سيمه ييزخبريال ته وويل چې د لوګر په مرکز کې په وروستيو څو ورځو کې له ٧ټولګي څخه تر ١٢ ټولګي پورې د ځينو ښوونځيو زده کوونکې نجونې د دولت د وسله والو مخالفانو د امنيتي ګواښونو له امله ښوونځيو ته نه ځي.
هغه زياته کړه: څه دپاسه يو کال کېږي چې په بره کې برک ولسوالۍ کې له ٧ټولګي څخه تر١٢ ټولګي پورې نجونې د ګواښونو له امله ښوونځيو ته نه ځي.
د لوګر د والي مرستيالې رابعې ستانکزۍ وويل: زده کړه د خلکو حق دى او نجونې هم د زده کړې حق لري.
دې د همکارۍ ژمنه وکړه او ويې ويل چې د پوهنې په برخه کې به شته ننګونې ډېر ژر حل شي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته