امنیت

دملي دفاع وزارت يوځل بيا د پنجوايۍ ولسوالۍ دخونړي پيښې دعاملينو د سملاسي محاکمې غوښتنه وکړه .

دملي دفاع وزارت يوځل بيادکندهار ولايت دپنجوايۍ ولسوالۍ  دنجيبانو ، او الکوزي دکليو دغمجنې پيښې  دعاملانو په غندلو سره ددغي زړه بوږنوونکي  تراژيدي دعامل يا عاملينو دسملاسي محاکمې  غوښتنه وکړه .

 دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته ديوې خبرپاڼي په ليږلو سره  ليکلي دي  لومړنۍ رپوټونه  څرګندوي چې دائتلاف دځواکونو يو عسکر دروان کال دکب دمياشتې ديو ويشتمې دشپي په  ١٢ بجو له خپل قرارګاه څخه  ووت دڅه ناڅه ١٨٠٠ مترو په واټن  دنجيبانو کلي ته لاړ د ښځو او نارينه په  ګډون زموږ يو شميرمظلوم او بي  دفاع هيوادوال يي شهيدان کړل او وروسته  دخپلي قرارګاه په  ٥٠٠ متري واټن کې دالکوزي کلي ته لاړ اوپنځه تنه نور يي شهيدان اوپنځه تنه نور يي ټپيان کړل  چې  ټول زموږ ١٦ تنه بي دفاع هيوادوال شهيدان اوپنځه تنه نور يي ټپيان کړي دي .

  البته دقيق  اوزيات جزئيات به  له څيړنو وروسته  اعلام شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته