کابل – باختر د لړم دمياشتې ١٤
د افغانستان په ختيځ نورستان ولايت کې طالبانو يو سړى په ډزو سره وواژه.
دغه افغان ملکي وګړي چې ويل کيږي په پاکستان کې يې دوکانداري کوله؛ نن سهار د ديورنډکرښې ته څېرمه د کامديش ولسوالۍ په مربوطاتوکې د يوې ډلې وسله والو طالبانو له خوا په ډزو سره ووژل شو.
د سيمې اوسيدونکي وايي چې دغه سړى درې ورځې مخکې د کامديش په ولسوالۍ کې له خپل کور څخه د يوې ډلې وسله والو طالبانو له خوا په زور بوتل شو او نن سهار د يرغلګرو له خوا ووژل شو.
ويل کيږي طالبانو دغه سړي له دولت سره د همکارۍ په تور وژلى دى.
د افغانستان په ختيځ کې د سرحدي پوليسو يوه جګپوړي قوماندان له باختر آژانس سره په اړيکه کې د وسله والو طالبانو له خوا د دغه سړي وژل کيدل تاييد کړل او ويې ويل چې ده له دولت سره کومه اړيکه نه درلوده.
د سرحدي پوليسو د دغه قوماندان د څرګندونو له مخې: طالبانو له دغه سړي څخه د عشر او زکات په نامه د زياتو پيسو غوښتنه کړې وه ،خو ده نه يوازې يرغلګرو ته پيسې ورنه کړې بلکې په نورستان ولايت کې په پټه خپل کورته يې تګ راتګ کاوه.
0 1 دقیقه لوستل