روغتیا

په افغانستان کې روغتيايي حالت مخ په ښه کېدو دى

کابل/ باختر/ د کب دمياشتې ۷ مه
د عامې روغتيا وزارت نن د روغتيا د ملي څيړنې نتيجې د يوې غونډې په ترڅ کې اعلام کړې.
د هېواد دعامې روغتيا وزير ډاکتر فيروزالدين فيروز د دغې څيړنې نتيجې ښې وبللې او ويې ويل چې دغه څيړنه ښيي چې دخلکو په تېره بيا د ميندو او ماشومانو روغتيايي حالت دتيرو کلونوپه نسبت ډير ښه شوى دى او د دغه شان څيړنو ترسره کول مرسته کوي  .
ده وويل: د دغو څيړنو نتيجې د روغتيايي خدمتونو د ښه والي په اړوند د عامې روغتيا وزارت د کارونو ښکارندوى دى او دغه راز مرسته کوي هغه تشې چې په دې برخه کې شتون لري؛ ورباندې کار وشي.
د هېواد د عامې روغتيا وزير د دغې څيړنې يوې برخې ته اشاره وکړه او ويې ويل: د ميندو او ماشومانو د مړينې د کچې کموالى چې د دغه وزارت يو لومړيتوب دى، له نيکه مرغه په وروستي کال کې زيات کمښت موندلى دى.
په ٢٠٠٣م کال کې په هرو زرو ژونديو زيږينونو کې له  ٥کلنی څخه ښکته ٢٥٧تنو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکاوه او اوس دغه شمېر په زرو زيږينونونو کې ٤٩تنه کمښت موندلى دى او دغه راز دميندو دمرينې په کچه کې هم زيات کمښت راغلى دى.
دعامې روغتيا د وزير دڅرګندونوله مخې: د روغتيايي مرکزونو شمېر د ٢٠٠٣ م کال  په پرتله له ٧٠٠ څخه  څه ناڅه ٤٠٠٠ ته زيات شوى دى او په مزمنې خوار ځواکۍ کې له ۶۰ سلنې څخه ۳۶ سلنې ته کمښت موندلى دى.
له بله پلوه ۶۸ سلنه خلک له دولتي روغتيايي مرکزونو څخه او ۳۸ سلنه له خصوصي روغتيايي مرکزونو څخه استفاده کوي.
سربېره پر دې د دغې څيړنې بله برخه ښيي چې۲۰ سلنه د واکسين خدمتونه او له زيږون څخه د مخکې څارنو ۵۱ سلنه د ٢٠٠٣ م کال په پرتله زيات شوي دي.
وروسته د مرکزي احصايې ادارې مسلکي مرستيال حسيب الله موحد وويل چې دغه څيړنه د دغې ادارې په همغږۍ ترسره شوې ده او وړاندې شوې شميرنې دقيقې او په هېواد او بهرکې د استفادې وړ دي .
دغه څيړڼه د عامې روغتيا وزارت له خوا د مرکزي احصایې دملي ادارې او د         ( ک.آى.ټي) پوهنتون په همکارۍ د ٢٠١٨ م کال دمارچ له مياشتې څخه د اګست تر  مياشتې پورې ترسره شوې ده .
په دې څيړنه کې له شلو زرو کورنيو سره مرکه شوې ده.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته