امنیت

په بغلان کې دتاله اوبرفک دوه تنه پوځيان وستايل شول .

کابل باختر د ثور  ٣١:
دعامه نظم  دقطعې دوه تنه منسوبان دبغلان ولايت په تاله اوبرفک ولسوالۍ کې ددوى دسرښندنو او اتلوليو  په درناوى د بغلان ولايت دخلکو او ددغه ولايت دوالي له خوا وستايل شول
دبغلان دوالي وياند محمود حقمل باختراژانس ته وويل دتاله اوبرفک په ولسوالۍ کې دغه دوه تنه ميشت پوځيان چې په دغې ولسوالۍ کې د طالبانو په وړاندې په ميړانې او زړورتيا  سره وجنګيدل او دخپلو سنګروالو دژغورنې سبب شول دبغلان دخلکو اوددغه ولايت دوالي له خوا وستايل شول.
دبغلان والي انجنير عبدالحي نعمتي دوى ته دميړانې او سرښندنې  دستاين ليکونو دورکولو په وخت کې دهغوى ميړانه او زړورتيا و ستايله  او ويې ويل چې ددغو زړورو پوځيانو په شان دهېواد دارزښتونو او  دخلکو  ددفاع په لاره کې زيات شمير ځوانان شتون لري چې زموږ دوياړ سبب دي .
  ختم_  عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته