سیاست

دافغانستان دکارګرانو ملي اتحاديې دلسو تنو افغان کارګرانو دوژل کيدو دقضيې دتعقيبولو غوښتنه وکړه .

کابل باختر د ثور پنځه ويشتمه :
دافغانستان دکارګرانو ملي اتحاديې دايراني سرحدي ساتوونکوله خوادلسو تنو افغان کارګرانو دوژل کيدل وغندل .
دافغانستان دکارګرانو(کارکوونکو ) دملي اتحاديې رييس معروف قادري پرون په يو مطبوعاتي کنفرانس کې وويل، موږ دايراني سرحدي ساتوونکو له خوا دافغانستان او ايران ترمنځ پوله کې دديرشوتنو افغان کارګرانووژل کيدل او ټپي کيدل او د ٨٢تنو نورو کارګرانو بې درکه کيدل په کلکه غندو، دافغانستان  له حکومت  څخه غواړي چې له ديپلوماتيکي لارې دې دغه قضيه وڅيړي .
دغه راز موږ له دولت څخه غواړو چې خلکو ته دې دکار او کسب زمينه برابره کړي  چې خلک له بد اقتصادي  حالت ، بې وزلۍ ، او وزګارتيا څخه وژغورل شي .
په دې  مطبوعاتي کنفرانس کې دغه راز د ډيورند د کرښې په اوږدو کې دپاکستاني مليشو تيرى هم په کلکه غندل شوى دى .
دايران داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارووزارت ويندوى پرون ددغې پيښې له امله دخواښنۍ دڅرګندولو په ترڅ کې خبريالانو ته وويل : چې دايران اسلامي جمهوريت دغه پيښه تعقيبوي .
  دافغانستان دبهرنيو چارو وزارت  پخوا په کابل کې  دايران داسلامي جمهوريت سفير غوښتې  و او ددغې پيښې په باب  دتحقيق  غوښتنه کړې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته