امنیت

په پکتیا کې شپږ ماینونه کشف او شنډ کړی شول

ګردیز/باختر/ د چنګاښ ۲ مه
د پکتیا د امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي، چې له تېرې ورځې راهیسې د دغه ولایت د سید کرم، احمد ابا، جاني خېلو میرزکې او څمکنیو په مربوطاتو کې یې شپږ ماینونه کشف او شنډ کړي دي.
د امنیې قوماندانۍ ویاند سردار ولي تبسم د باختر اژانس سیمه يیز خبریال ته وویل، چې یاد ماینونه د وسله والو طالبانو له لورې د لویو لارو په اوږدو کې ځای پر ځای شوي وو، چې افغان ځواکونو له چاودنې مخکې کشف او شنډ کړل.پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته