سیاست

د بهرنيوچارو وزير: تروريزم يوازې دافغانستان لپاره نه بلکې د سيمې د هېوادونو لپاره ستونزه او ګواښ دى

کابل باختر د سلواغې  اوومه :
د هېواد د بهرنيو چارو وزيرصلاح الدين رباني پرون په سياسي چاروکې  د ملګرو ملتو سازمان د سرمنشي له مرستيال ميروسلاوجنکا سره وکتل.
د بهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې د بهرنيو چارو وزير په سياسي، اقتصادي او امنيتي بېلابېلو برخوکې د سيمې او له ګاونډيو هېوادونو سره د افغانستان د اړيکو او حالت په باب معلومات ورکړل او د سيمې د هېوادونو ترمنځ د همکارۍ په تېره بيا له تروريزم سره د مبارزې په برخه کې د همکارۍ د کچې د لا زياتوالي په لاره کې د ملګروملتو سازمان په رول ټينګار وکړ .
د بهرنيو چارو وزير زياته کړه چې د افغانستان د فعالې سيمه ئيزې ديپلوماسۍ او هلوځلو په نتيجه کې اوس دغه باور د سيمې په کچه زيات شوى دى چې تروريزم يوازې د افغانستان ستونزه نه، بلکې د سيمې د ټولو هېوادونو لپاره يو ګډ ګواښ دى او بايد له دغې پديدې سره د مبارزې په لاره کې د يوې ګډې سيمه ئيزې ستراتيژۍ په باب کار او موافقه وشي .
صلاح الدين رباني د افغانستان د سولې د خبرو د بهير په برياليتوب کې د ملګرو ملتو د سازمان رول مهم وباله او ټينګار يې وکړ چې افغانستان په دغه هېوادکې د سولې د خبرو د بهير د برياليتوب لپاره د ټولو سيمه ئيزو او نړيوالو هلوځلو هرکلى کوي.
دغه راز په سياسي چاروکې د ملګرو ملتو د سازمان د سرمنشي مرستيال ميرو سلاو جنکا د افغانستان له جمهور رييس،  اجراييه رييس او د بهرنيو چارو وزير له وزير سره د کتنې له امله د خوښۍ د څرګندولو په ترڅ کې د سيمې له هېوادونوسره د اړيکو د پراختيا په لاره کې د افغانستان هلې ځلې وستايلې او څرګنده يې کړه چې د ملګرو ملتو سازمان  په بېلابېلو سيمه ئيزو مسئلو او دغه راز د افغانستان د سولې د خبرو د بهير د برياليتوب په لاره کې له افغانستان سره همکاريو ته چمتو دى.
ميروسلاوجنکا زياته کړه چې د ملګرو ملتو سازمان او افغانستان بايدپه افغانستان کې د يوناما د ماموريت  د تمديد په درشل کې، په بېلابېلو برخوکې د خپلو همکاريوکچه زياته کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته