ښوونه او روزنه

اوياتنه طالب العلمان فارغ شول

کابل- باختر دثور دمياشتې ٢٩
اويا تنو طالب العلمانو نن د ننګرهار ولايت د روضة القران له مدرسې څخه د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
د روضة القران د مدرسې مسوول قاضي ممتاز احمد د باختر آژانس خبريال ته وويل: همدا اوس په دې مدرسه د درې شپيتو نجونو په ګډون اته سوه تنه طالب العلمان د ديني علومو په زده کړې بوخت دي .
د روضة القران مدرسه په ١٣٨٣ کال کې جوړ شوى او تراوسه پورې يې په لسو دوروکې په سلګونو طالب العلمان فارغ کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته