ورزش

په هرات کې د سنوکر لوبې پیل شوې

۳۹- کابل / د لړم ٢١ مه / باختر
په هرات ولایت کې نن د سنوکر لوبې پيل شوې.
د هرات د بدني روزنې او ورزش ريیس احمدجاوېد رسنيو ته ویلي دي چې په دغو لوبو کې د یاد ولایت له ټولو ورزشي کلپونو ۶۰ لوبغاړو ګډون کړی دی چې یوه اوونۍ به دوام وکړي.
رسولي زیاته کړې ده چې د دغو لوبو موخه د سنوکر ملي لوبډلې لپاره د غوره لوبغاړو ټاکل دي.
د سنوکر ملي لوبې د لړم په ۳۰مه په کابل کې ترسره کېږي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته