امنیت

يوولس تنه طالبان ووژل شول.

کابل باخترد جوزا دمياشتي٢٠ نيټه :

امنيتي مقاماتو دارزګان ولايت دخاص ارزګان په ولسوالۍ کې دنښتې له امله  ديوولسو تنو وسله والو طالبانو اويو سيمه ييزپوليس دوژلو خبرورکړ.

دازرګان ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى فريد عايل باختراژانس ته وويل  دغه جګړه پرون ونښته چې له امله يې يوسيمه ييز پوليس او يوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نور پوليسان ټيپان شول.

دده دڅرگندونو له مخې دوسله والوطالبانو څوميله وسلې اومهمات هم دنښتې په ډګرکې پاتې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته