نړۍ

په لبنان کې دماين دچاودنې له امله درې تنه ووژل شول.

بيروت- دي نيوز – باختر دسلواغې دمياشتې ١٣
د لبنان په  شمال ختيځ کې په هرميل ښارګوتې کې د ګاز د پلورنې يوه   مرکز ته څيرمه پرون په يوه موټر کې دځاى پرځاى شويو ماينونو د چاودنې له امله څه ناڅه درې تنه ووژل شول او اتلس تنه نور ټپيان شول .
باختر آژانس  د دي نيوز دخبري سايت له خولې وويل :  دغه چاودنه دبيوزلو ماشومانو  ښوونځي ته څيرمه چې  زياترې يې يتيمان دي  وشوه.
دلبنان دهلال احمر ادارې  دسر د زيان شمير يې درې تنه او د ټپيانو شمير اتلس تنه بللى دى .
  دلبنانى النصره ډلې ددغې چاودنې مسووليت په غاړه اخستى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته