فرهنګ

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معين دهمکاريو ٣٨ تفاهم ليکونه دخصوصي لوړو اونيمه لوړو زده کړو له موسسو سره لاسليک کړل

کابل باختر دکب دمياشتې ١٢ :
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست  ډاکتر کمال سادات  نن د لوړو او نيمه لوړو زده کړو له مسوولينو سره ٣٨  تفاهم ليکونه لاسليک کړل.
دباخترآژانس دخبرله مخې :   داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست  ددغو تفاهم ليکونو دلاسليک کولوپه وخت کې وويل ؛ داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو معينيت  د ځوانانو دحامې په  توګه  په  ټولو برخو کې عمل کړى دى او په خاصه
توګه  ځوانانو ته  د زده کړې  په برخه کې هم   ډيرې هڅې کړې دي.
سادات زياته کړه ؛ داطلاعاتو اوفرهنګ د ځوانانو معينيت  دلوړو او نيمه لوړو
زده کړو دڅه دپاسه سلګونوتحصيلي موسسو سره دهمکاريو قرارادونه لاسليک کړي دي  چې دهغه له مخې يوشمير ځوانان په ځانګړي تخفيف اوحتي په وړيا توګه  دهېواد خصوصي تحصيلي  موسسو ته  معرفي شوي دي.
دسادات دڅرګندونوله مخې : د لوړو اونيمه لوړو زده کړوله موسسوسره دهمکاريو دغه قردادونه د لوړو زده کړو وزارت د درسي معيارونو په  مطابق عيار دي او   دا ځوانانو ته  دزده کړې لپاره يو طلايي فرصت دى چې څه دپاسه لس زره تنه ځوانان کولاى شي  له دغه فرصت څخه استفاده وکړي.
د مورا دعالي لوړو زده کړو دموسسې  مرستيالې  نرګس نيازي دباخترآژانس خبريال ته وويل ؛ داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو معينيت  دغه اقدام تحصيلي موسسو ته دځوانانو په معرفي کولو کې ډيرګټور دى  اودغه حرکت کيداى شي دزيات پوهاوي د ورکولو له لارې دځوانانو غوږونو ته  ورسول شي.
د دې دڅرګندونوله مخې ؛ هغه محصلين چې دغې موسسې ته  معرفي کيږي  هغوى به له پنځوسو څخه تر شپيته  فيصده  پورې په تخفيف سره جذب شي اوپه څلورو برخو لکه روغتيايي علومو،کمپيوټرساينس، سوداګرۍ  او دحقوقو په څانګوکې ترر وزنې لاندې نيول کيږي.
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو دمعينيت د مسوولينو دڅرګندونو
له مخې  په تير کال کې له پنځه ويشتو زرو څخه تر اته ويشتو زرو تنو محصلينو
ددغې ادارې له  خوا دخصوصي لوړو او نيمه لوړو موسسو ته معرفي  شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته