امنیت

دبغلان ولايت امنيه قوماندان له يوناوړه قصدڅخه روغ رمټ پاتې شو .

کابل باخترد زمري  پنځمه :
دبغلان ولايت امنيه قوماندان نن سهار په پلخمري ښارکې له يوې چاودنې څخه روغ رمټ پاتې شو .
په دې چاودنه کې دوه تنه ملکي وګړي  شهيدان او دپوليسو يوسرتيرى ټپي شو او دپوليسوپنځه موټرونه يوڅه  ويجاړ شوي دي .
  دبغلان ولايت  د امنيې قوماندانۍ ويندوى احمد جاويد بشارت باخترآژانس ته وويل: دبغلان ولايت امنيه قوماندان اسد الله شيرزاد کله چې خپلې دندې ته روان و؛ دسپرلۍ موټر يې په پلخمري ښارکې دلارې په اوږدوکې په واټ کې په ښخ کړاى شوى ماين وخوت چې امنيه قوماندان په دې پيښه کې روغ رمټ پاتې شو، خو د سيمې يو دوکاندار او يو ديارلس کلن هلک شهيدان شول او يو پوليس ټپي شو .
بشارت زياته کړه: په دې پيښه کې د امنيې قوماندانۍ پنځه موټرونه هم يوڅه ويجاړ شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته