امنیت

په نيمروز کې درې تنه له ٢١ کيلوګرامه نشه یي توکو سره ونيول شول

۲۸- کابل / د مرغومي ٧ مه / باختر
د نيمروز پوليسو درې تنه په دغه ولايت کې له ٢١ کيلوګرامه شيشه ډوله نشه یي توکي سره ونيول.
د نيمروز د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول ابراهيم اميني باختر آژانس ته وويل چې له نشه يي توکو سره د مبارزې پوليسو ۲۱ کيلوګرامه شيشه ډوله نشه يي توکي د دغه ولايت د مرکز زرنج ښار په مربوطاتو کې د استوګنې له يو کورڅخه کشف کړل.
اميني زياته کړه: پوليسو د یادو نشه يي توکو د ساتنې او قاچاقو په اړوند درې تنه له جنګي وسايلو او يو موټر سره ونيول.
ختم- ج -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته