امنیت

په نورستان کې د يوولسو تنو ډار اچوونکو وژل کيدل

کابل باختر دزمري لومړۍ :
د وسله والو طالبانو په ډلې پورې اړوند ١١  تنه ډار اچوونکي په نورستان ولايت کې په هوايي بريد کې ووژل شول .
په دغو وسله والو طالبانو تېره شپه په وانت وايګل ولسوالۍ کې د دوى په پټنځي  بريد وشو.
د هېواد په ختيځ کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باخترآژانس ته وويل چې په دې هوايي بريدکې ١١ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل: دغه وسله وال طالبان په خپل پټنځي کې د يولړ ډار اچوونکو بريدونو په سازمان ورکولو بوخت وو چې پرې بريد وشو .
ويل کيږي  په دې بريدکې دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې امنيتي مامورينو په نورستان ولايت کې ديولړ چاودنو مخه ونيوله .
امنيتي مامورينو نن سهار دنورستان ولايت له ګڼ ميشتو لارو څخه شپږ ماينونه کشف او شنډ کړل .
دوى وسله وال طالبان ددغو ناکامو ماين ښخوونو عامل بولي .
   ختم_ ج_ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته