امنیت

شپږ تنه وسله وال طالبان دماين دچاودنې له امله ووژل شول .

کابل باختر د چنګاښ  اته ويشتمه :
شپږ تنه  وسله وال طالبان  پرون په کندز ولايت کې دماين دچاودنې له امله ووژل شول .
دغه چاودنه تيرماښام دکندز ولايت دامام صاحب ولسوالۍ دقلم ګذر په ساحه کې داستوګنې په يوه کور کې  رامنځته شوې ده .
د ٨٠٨ سپين زر زون قوماندانۍ دمطبوعاتي دفتر مسوول د باختراژانس  خبريال ته وويل چې يوې ډلې وسله والو طالبانو غوښتل په دغې ساحه کې  داستوګنې په يوه کورکې ماين ښخ کړي، ماين وچاوديد چې له امله يې دوسله الو طالبانو ديوه مشهور ماين جوړونکي عبيد الله په ګډون شپږ تنه طالبان وژل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته