نړۍ

امريکا ته د څه د پاسه يوزروڅلورسوه افغان ماشومانو لېږد

کابل/ د مرغومي ٧ مه / باختر:
امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې له افغانستان څخه د وتلو په بهیر کې د امریکا پوځ تر ۱۴۰۰ ډېر افغان ماشومان پرته له مور او پلاره امریکا ته انتقال کړي دي.
( سي ان ان )ټلویزیوني شبکې د امریکايي چارواکو له قوله ویلي، چې امریکا ته د ماشومانو له رسېدو څو میاشتې وروسته هم د دوی برخلیک معلوم نه دی او هر وخت د یوازیتوب احساس کوي.
امریکايي چارواکي وايي، ځینو افغان کورنیو د ماشومانو د پالنې په برخه کې موافقه کړې او تمه کېږي چې له خپلو خپلوانو سره چې په عین وخت کې له افغانستانه وتلي وي او یا له هغه خپلوانو سره چې پخوا په امریکا کې وو، ژوند وکړي.
په کالیفورنیا کې د ماشومانو یو ډاکټر وویل: ” دا د خواشینۍ خبره ده چې اوس څه دپاسه 1000 ماشومان بې کوره دي، او دوی احتمالا د یوازیتوب او ویرې احساس کوي.”
د ماشومانو د حقونو یو شمېر فعالانو هم ویلي، چې دغه ماشومان له افغانستانه د تېښتې پرمهال له خپلو کورنیو سره وو، خو د ګډوډیو په وخت کې دوی سره جلا شوي دي.
امريکايي چارواکي وايي زياتره دغه 1450ماشومان چې له مور او پلار پرته امريکا ته لېږدول شوي وو په چټکۍ سره له اډې څخه خوشې شوي ترڅو د خپلو مالي ملاتړکوونکو سره ژوند وکړي- دهغو کورنيو او خپلوانو په ګډون چې دوی ورسره افغانستان پرايښې یا هغه کورنۍ چې پخوا يې په امريکا کې ژوند کاوه.
خو د امریکا د کډوالو د شورا له خوا (سي ان ان ) ته د ورکړل شویو شمېرو له مخې، د دغو ماشومانو شاوخوا ۲۵۰ اوس هم د امریکا ترساتنې لاندې دي.
د ماشومانو د حقونو فعالان وايي دغه ماشومان په امریکا کې هيڅ څوک نه لري چې له هغوي سره یوځای شي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته