ټولنه

د بغلان د ډبروسکرو په کان کې د چاودنې له امله يو کس ووژل شو

کابل / د مرغومي ٨مه /باختر
د بغلان د تاله او برفک ولسوالۍ د اشپشتې د ډبرو سکرو په يو کان کې پرون مازيګر د چاودنې له امله يو کارګر ووژل شو او ٣ نور کارګران په کان کې بند پاتې شول.
د شمال د ډبرو سکرو د شرکت رييس رياض الدين شريفي د باختراژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې چاودنه د تاله اوبرفک ولسوالۍ د کفش انداز د کلي د ډپرو سکرو په کان کې د ګازو د زياتوالي له امله رامنځته شوه.
د شريفي د څرګندونوله مخې ؛ دغه کان د طالبانو تر واکمنۍ لاندې سيمه کې موقعيت لري او د تاله اوبرفک ولسوالۍ د ١١٢غير پلاني سمڅوڅخه دي چې د ډبرو سکاره له هغه څخه په غير فني اوغير معياري ډول ايستل کېږي.
هغه زياته کړه په دې چاودنه کې يوکارګر وژل شوى او ٣ نور کارګران په کان کې بند پاتې دي او ٢ کارګران ژغورل شوي دي.
د شمال د ډبروسکرو رييس وويل چې په سمڅو کې د بند پاتې شويو کارګرانو د ژغورنې لپاره هڅې دوام لري .
هغه زياته کړه موږ هلې ځلې کوو چې د شمال په کانونو کې د ډبرو سکرو د ايستلو بهير معياري کړو .
ختم_ ج_اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته