امنیت

د ماين دچاودنې له امله اووه تنه ملکي وګړي ووژل شول .

کابل باختر دمرغومي   شپږ ويشتمه

 دماين دچاودنې په هغو دوو جلا جلا پيښو کې چې پرون په هلمند ولايت کې رامنځته شوي اووه تنه ملکي وګړي ووژل شول .

 دهلمند ولايت مطبوعاتي دفتر دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل په لومړي پيښه کې يو سراچه موټر دواشير ولسوالۍ په خواچين سيمه کې په ماين وخوت . چې له امله يې څلور تنه ملکي وګړي  ووژل شول .

 يواړونده خبرځاى وويل دويمه پيښه هم دنادعلي ولسوالۍ په مربوطاتو کې  په واټ کې دايښودل شوي ماين دچاودنې زيږنده وه چې له امله يې يوه ښځه او دوه تنه ماشومان چې ديو تونس موټر سپرلۍ وې ووژل شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته