ټولنه

ننګرهار والي د بړو دسیمې له اوسيدونکو سره دستونزو د حل ژمنه وکړه

کابل باختر دکب دمياشتې ٢٥ :
سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د دغه ولايت د روداتو ولسوالۍ اړوند د بړوسيمې قومي مشرانو ستونزې د حل په موخه  واوريدې او د حل ډاډ  يې ورکړ.
په دې غونډه کې د روداتو ولسوال حضرت خان خاکسار د غازي امان الله خان ښارګوټي ستونزه بيان کړه.
خاکسار وويل، چې په دې  ښارګوټي کې د  بړو خلکو له نجيب  زراب سره د هوکړې له مخې کار پيل کړې، چې د نجيب  زراب  استازو يې         د کارمخه نيولې .
د  بړو قومي مشرانو په استازیتوب قاري يوسف وويل، چې د غازي امان الله خان ښارګوټي د جوړېدو هوکړه د  بړو سيمې خلکو، هزار بز او نجيب زراب ترمنځ شوي ده،  چې د هر قوم پکې خپله  برخه د شرعي وثيقې له مخې معلومه ده.
ده وويل، چې نجيب زراب  او هزار بز مشران د پخوانۍ پريکړې څخه سر غړونه کوي او په نقشه کې لاسوهنه کوي.
د نجيب زراب  استازو وويل، چې دوی د شپږ زره پنځه سوه جريبه ځمکې پیسې حکومت ته ور کړي او همدا راز د  بړو سيمې خلکو هم د خپلو نومرو پیسې ورکړي دي.
دوى  زياته کړه، چې دوی دې ته حاضر دي د نقشې له مخې د  بړو خلکو ته خپلې نومرې په واک کې ورکړي.
سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وويل، چې کومه ژمنه چې د نجيب زراب ، هزرا بز او بړو خلکو ترمنځ د شرعي وثيقې له مخې شوی پکار ده ، چې د نقشې مطابق د شوې هوکړې له مخې نقشه پلي شي.
والي د روداتو ولسوال ته لارښوونه وکړه، چې په روداتو ولسوالۍ کې د غصب مخنيوي ترڅنګ د غازي امان الله خان په ښارګوټي کې د نوې ابادۍ مخه ونيسي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته