کابل باختر د ثور د مياشتې ٢٥:
د داعش د ډلې اته تنه غړي نن په ننګرهار ولايت کې د هوايي بريدله امله ووژل شول .
په دغو داعشيانو هغه وخت په اچين ولسوالۍ کې بريد وشو چې په دوو موټرو سپاره وو.
د افغانستان په ختيځ کې دپوليسو يوه جګپوړي قوماندان دباخترآژانس خبريال ته وويل چې په دې هوايي بريدکې د داعش د ډلې اته تنه غړي وژل شوي دي .
ده وويل: داعشيان په فعاليتونو بوخت وو چې د سپرلۍ په کاروان يې په اچين ولسوالۍ کې بريد وشو.
ويل کيږي په دې هوايي بريدکې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
0 د یوې دقیقې څخه لږ