سیاست

جمهور رئیس غني: ترهګر غواړي د بیان ازادۍ ته صدمه ورسوي

کابل باختر دسلواغۍ شپږمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن سهار د موبي ګروپ (طلوع تلویزیون، طلوع نیوز او کابورا پروډکشن)  له رهبري پلاوي او یو شمېر کارکوونکو سره وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، جمهور رئیس وویل، رسنۍ خپلواکې دي او حکومت د بیان د ازادۍ او د رسنیو د کارکوونکو د ملاتړ په خاطر د دوی د امنیت د تامین مکلفیت لري.
محمد اشرف غني وویل، د ترهګرو موخه داده چې د بیان ازادي او رامنځته شوې پرانیستې فضا ته صدمه ورسوي.
هغه زیاته کړه، موږ ټول په یوه کښتۍ کې یوو، که یې یوې برخې ته زیان ورسېږي، نو موږ ټول زیانمن کېږو.
د هېواد جمهور رئیس وویل، امنیتي بنسټونو ته یې دستور ورکړی دی، چې د هېواد د رسنیو د امنیت د تامین په برخه کې له خپلو ټولو امکاناتو څخه ګټه واخلي.
جمهور رئیس غني د دې کتنې په پای کې وویل، حکومت د خپلو شته امکاناتو له مخې د طلوع تلویزیون د شهیدانو له کورنیو سره مرسته کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته