کابل باختر د وږي دويمه :
دپنجشير ولايت دملي راډيو تلويزيون دودانۍ دجوړولو کار پرون پيل شو .
دپنجشير ولايت دملي راډيو تلويزيون دامريت سرپرست شکر الله مشعل دباختراژانس خبريال ته وويل :دغه ودانۍ دهېواد دملي راډيو تلويزيون له پرمختيايي بودجې څخه د ١٨ مليونو افغانيو په لګښت د ٦٠٠ مربع متره ځمکې په ساحه کې په معياري ډول په دوو پوړونوکې په يوکال کې جوړيږي .
دمشعل دڅرګندونو له مخې: په دې ودانۍ کې خبري استديوګانې دکنفرانس سالون او اداري خونې په پام کې نيول شوي دي .
دودانۍ دجوړولو دکار په پيل کې دافغانستان دملي راډيو تلويزيون لوى رييس محمد زرين انځور ، دپنجشير والي انجنير محمد عارف سروري او يوشمير دولتي او غير دولتي مقاماتو برخه اخيستې وه .
0 د یوې دقیقې څخه لږ