ټولنه

دتخارولايت ښځو خپلې ستونزې له مرکز څخه استول شوي هيئت سره شريکې کړې

کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ٣٠ :
دتخار ولايت  د ښځو دچارو د رياست په مشرۍ  ددغه ولايت يوشمير غوره اوفعالو  ښځو دجمهوري رياست له استول شوي هيئت سره د ولايت دمقام په دفتر کې وکتل.
دتالقانو له ښارڅخه دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې :  دغه  غونډه  دهغو امنيتي چلنجونو په باب   دخبرو په موخه چې  په تخار ولايت کې  ښځې ورسره مخامخې دي ، جوړه شوې وه .
دتخارولايت دښځو دچارورئيسې  رزم آرا حواش دباخترآژانس  خبريال ته وويل :  تخار ولايت دهېواد يو ناامن ولايت دى  چې ښځې  زياتره په  ټولنيزو او اقتصادي برخو او دغه راز دکورنۍ  په چارو کې  له  زياتو ستونزو سره مخامخې دي او  بايد دغه ستونزې حل شي .
دې د جمهوري رياست له واکمن هيئت  څخه وغوښتل چې  ددغې ستونزې  حل کولو ته جدي پاملرنه وکړي.
په همدې حال کې په تخارولايت کې  يوه غوره  ميرمن عزيزه  ناصري  د
ناامنيواصلي جرړې  دغيرمسوولو وسله والو کسانو شتون وباله  او ويې ويل  که  چيرې   غير مسوول وسله والو کسانو  دپوليسو په ليکو کې جذب شي ،  دناامنيو ستونزې  به لرې شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته