فرهنګ

حسينه ساپۍ: هنر د فرهنګ په وده کې مهم رول لري

کابل/ باختر/ د سلواغې د مياشتې ١٣مه
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ د « پيوند – ٣٤ » د فرهنګي        او هنري بنسټ له غړو سره چې د هرات، بلخ، قندهار، باميانو، غور او د ننګرهار د ولايتونو هنرمندان پکې شامل دي؛ وکتل.
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې: په دې کتنه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې د هنر د جشنوارو جوړول چې د مخکښو هنرمندانو د ستاينې په خاطرپه  کابل کې جوړيږي؛ د غونډې برخه والو ته معلومات ورکړل.
دغه راز د دغې غونډې په بله برخه کې په دغو ولايتونو کې د تياتر، سينما او  موسيقۍ په برخوکې د تشکيلاتي ستونزو او د فرهنګي او هنري معياري سالونونو د نشتوالي په ګډون د دغو ولايتونو د موجودو ستونزو په باب خبرې اترې وشوې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې په دې برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته