سیاست

د عدليې وزير : په حقوقي ادارو او نورو برخوکې فساد د زغم وړ نه دى

کابل /د غويي ٢٨مه /باختر
د عدليې وزير فضل احمد معنوي نن په يوه ناسته کې د دغه وزارت په حقوقي اونورو برخوکې په شفافيت اوله فساد سره په مبارزې ټينګاروکړ.
د باختراژانس د خبرله مخې ؛ معنوي په حقوقي اداروکې د اصلاحاتو په راوړلو په ټينګار سره وويل چې په دغه اداره او نورو ادارو کې فساد موږ ته د منلو وړ نه دى او اجراات بايد شفاف وي.
هغه مسوولينو ته دنده وسپارله هغه موارد چې پکې شکايت شتون لري اويا سرغړونه پکې شوې ده وڅېړي.
د عدليې وزير ټينګاروکړ چې په دې لاره کې جدي عمل کوي .
د عدليې وزير د پاليسۍ اوپلان د تدوينولو په لاره کې رپوټ ورکول او رپوټ اخستل يو مهم مسووليت وباله او ټينګار يې وکړ چې بهرنيومراجعو ته د لېږلو لپاره برابر شوي رپوټونه بايد دقيق او هراړخيز وي.
هغه دغه راز د عدليې په وزارت کې د ټولنيزو بنسټونواو د معاملو د لارښوونې د ثبتولو د څرنګوالي په اړه وويل اړتيا ده چې د معاملو د لارښوونې د جوازونو د ثبت او تمديد لپاره اجراات يوخيل شي.
د عدليې وزير اړوندومسوولينوته دنده وسپارله چې د معاملاتو د لارښوونې د ثبت پړاونه او جوړښت وڅېړي او رپوټ يې رهبري شورا ته وړاندې کړي.
هغه ټينګاروکړبايد هلې خلي وشي چې د معاملو د لارښوونې او د نورو بنسټونو د ثبتولو بهير ساده اوشفاف شي او د ټولنيزو بنستونو په ثبتولو کې د کميشنکارى مخه په جدي ډول ونيول شي.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته