ښوونه او روزنه

په ايبکوکې دنجونو دليسى نوى ودانۍ پرانستل شوه

ايبک  باختردثور دمياشتي دريمه :

دايبکودښار دمامورينو دکارتي دنجونودليسى نوى الحاقيه ودانۍ بشپړه او پرون  دزده کوونکو داستفادې وړ وگرځيده.

دسمنګانو ولايت دپوهنې رييس عبدالعزيز عزيزي باختراژانس ته وويل، دغه ودانۍ دپوهنې دملکيت په څلور جريبه ځمکه کې په څلورو پوړونو کې په پاخه او ستندردډول جوړه شوې ده چې اووه درسي اوڅلور اداري خونې لري .

خبرځاى زياته کړه ، پخواددغه ښوونځي زده کوونکي دمناسب درسي ځاى دنه لرلو له امله له ستونزوسره مخامخ وو چې اوس دهغوى ستونزې حل شوي دي.

په همدې حال کې په سمنګانو کې دپوهنې دکيفيت دلوړولو دپروګرام يوه تن مسوول انجينر غلام سخي وويل، په دغه ولايت کې داوو نورو ښوونځيو  دودانيو دجوړولو کار چې ددغه پروګرام له لارې اودنړيوال بانک  په مالي مرسته جوړيږي دوام لري او ددغو ښوونځيو کار دپرمختيايي  شورا له  خوا پرمخ بيول کيږي .

خبرځاى څرگنده کړه: ددوو ښوونځيو ودانۍ په کوز دره صوف، ددوو ښوونځيو ودانۍ په بر دره صوف  او ددوو ښوونځيو ودانۍ په روي دو آب ولسواليو کې او دولايت دمرکز ايبکو ښار دمامورينو دکارتي دنجونو ليسى يوه الحاقيه ودانۍ تر جوړيدولاندې دى.

دايبکو دمامورينو دکارتي دنجونو دليسى مديرې صنوبرشاهرخې ددغه ښوونځي  دنوى ودانۍ دپرانستلو له امله  خوښي څرگنده کړه  او ويې ويل ، په دې ليسه کې يو زرو اووه سوه نهه شپيته زده کوونکي په دوو وختو کې زده کړه کوي چې په سلو کې اويا تنه زده کوونکو دمناسب ځاى دنشتوالي له امله  دآيينه چه  دهلکانو په ليسه کې چې ددغه ښوونځي ترڅنګ پرته ده زده کړه کوي .

له بلې خوا هم ددغه ولايت دپوهنې رياست دپلان مدير وايي همدااوس په سمنګانو کې دوه سوه نهه اتيا ښوونځي  دنجونو اوهلکانو په گډون دسل زره  زده کوونکو په کميت فعال دي چې له دې حملې څخه يوسلو دري څلويښت يې ودانۍ لري او دشپاړلسو ښوونځيو په ودانيو کار دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته